د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت د سرپرست په مشري جوړه شوې غونډه کې د سرو زرو د موقيعت صدور، نويو متقاضيانو ته د نوري فايبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اېلايډي څراغونو پر استعمال او نورو ګڼو موضوعاتو بحث شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد معاونيت د سروزرو د موقت صدور کړنلاره تاييد کړه چې له مخې به يې د ټاکل شويو اصولو په رڼا د سرو زرو موقت صدور ترسره کيږي چې ياده چاره به وکولای شي چې د سروزو د قاچاق مخه ونيسي.
ياد کمېسيون دغه راز پرېکړه کړې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې متقاضيانو ته د نوري فايبر جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍوالې داوطلبي له لارې ورکړي.
دغه معاونيت ويلي، د نوري فايبر په ورکړې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فايبر شبکه وغځيږي او ورسره به هېوادوالو ته انټرنټ ارزانه او په ښه کیفیت ورسيږي.
ياد معاونيت همداراز ويلي، په دولتي ادارو کې دې د اوسنيو څراغونو پر ځای د اېلايډي څراغونو څخه ګټه واخيستل شي ترڅو د برېښنا په لګښت کې سپما وشي.
ياد معاونيت دغه راز اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارلې ترڅو د برېښنا د سپما په برخه کې اقتصادي تحليلونه ترسره او د تطبیق په موخه دې د بودیجې ترلاسه کولو په لپاره ماليې وزارت ته ولېږدوي.




