کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصاد وزارت: د خصوصي سکټور پياوړتيا د سرپرست حکومت له لومړيتوبونو څخه ده

د اقتصاد وزارت مسوولانو نن د يوه کال لاسته راوړنې په يوه خبري کنفرانس کې شريکې کړي دي    د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري ويلي، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی.   د سرچينې په خبره، په تېر يوه کال کې د بهرنيو او کورنيو موسسو لخوا د بشري او بېړنيو مرستو د پراختيا په موخه ۲۱۹۴…

2024-07-31 22:31 130۱ دقیقې لوستل
اقتصاد وزارت: د خصوصي سکټور پياوړتيا د سرپرست حکومت له لومړيتوبونو څخه ده

د اقتصاد وزارت مسوولانو نن د يوه کال لاسته راوړنې په يوه خبري کنفرانس کې شريکې کړي دي 

 

د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري ويلي، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی.

 

د سرچينې په خبره، په تېر يوه کال کې د بهرنيو او کورنيو موسسو لخوا د بشري او بېړنيو مرستو د پراختيا په موخه ۲۱۹۴ پروژې پلې شوي چې پکې له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

 

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۷۷ غير دولتي مؤسسې فعاليت کوي چې له جملې يې ۲۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ يې بهرنۍ دي.

 

سرچينې دغه راز ويلي، په همدې موده کې يې ۱۰۴۷ کورنيو او بهرنيو موسسو ته د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت ګمرکي معافيت هم ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب