کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

البرت خوروف: د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان او افغانستان د هڅو ملاتړ کوو

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر البرت خوروف ویلي، مسکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې لازمې مرستې ته چمتو دی.   نوموړي له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې په پاکستان کې د ترهګرو د فعالیتونو پر زیاتوالي د روسیې اندېښنه هم څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې له دغ…

2025-02-09 01:29 93۱ دقیقې لوستل
البرت خوروف: د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان او افغانستان د هڅو ملاتړ کوو

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر البرت خوروف ویلي، مسکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې لازمې مرستې ته چمتو دی.

 

نوموړي له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې په پاکستان کې د ترهګرو د فعالیتونو پر زیاتوالي د روسیې اندېښنه هم څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې له دغو امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې د اسلام اباد ملاتړ کوي.

 

خوارف په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: «موږ له پاکستان او افغانستان سره رغنده همکارۍ ته ژمن یو».

 

خو نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې روسیه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دغو دوو هېوادونو څنګه مرسته کوي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب