کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

الکساندر ډوبرینټ: برلین کې باید د افغانستان قونلسګري سرپرست حکومت ته وسپارل شي

راپور: اجمل صديقي د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وایي، له دغه هیواد څخه د مجرمو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لپاره باید په برلین کې د افغانستان قونسلګري سرپرست حکومت ته وسپارل شي. نوموړي ویلي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د کوم تړون د نشتون له امله نه شي کولی د افغان کډوالو په حق کې پرېکړه وکړي.  هغه…

2025-07-12 05:27 207۱ دقیقې لوستل
الکساندر ډوبرینټ: برلین کې باید د افغانستان قونلسګري سرپرست حکومت ته وسپارل شي

راپور: اجمل صديقي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وایي، له دغه هیواد څخه د مجرمو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لپاره باید په برلین کې د افغانستان قونسلګري سرپرست حکومت ته وسپارل شي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د کوم تړون د نشتون له امله نه شي کولی د افغان کډوالو په حق کې پرېکړه وکړي. 

هغه ویلي، له هوکړې پرته نشي کولای چې څوک افغانستان ته ولېږي او یا یې هم د بند موده زیاته کړي.

په ورته مهال بیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له جرمني څخه باید د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر په داوطلبانه ډول ترسره شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني یوې جرمنۍ رسني ته ویلي، جرمني باید المان باید د افغان کډوالو له را اېستلو وروسته هم له دوی سره مرستې وکړي.

جرمني دا اقدام وروسته تر هغې کوي، چې په المان کې یو شمېر افغانان په ځینو جرمنو تورن شول.

بل لورته بیا له ګاونډیو هېوادونو هم د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب