کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اماراتو کې افغانانو لپاره د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه پرون د اسان‌خدمت له لوري د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګه پرانېستل شوه. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس، د آسان‌خدمت رییس، ملي…

2024-07-06 23:28 135۱ دقیقې لوستل
اماراتو کې افغانانو لپاره د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه پرون د اسان‌خدمت له لوري د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګه پرانېستل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس، د آسان‌خدمت رییس، ملي سوداګرو او هلته مېشتو یو شمېر افغانانو ګډون کړی و.

ورته مهال د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس، بهر مېشتو افغانانو ته دالکترونیکي تذکرو د ویش اسانتیاوو رامنځته کول مهم ګام وباله.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیا په موخه د اسان خدمت دا مرکز چې د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارتونو، د مړینو پارچو وېش او د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ژمنه کړې چې په نورو بهرنیو هېوادونو کې به هم افغان کډوالو ته د اسانتیاوو په موخه د اسان خدمت مرکزونه پرانیزي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب