رويټرز خبري اژانس ويلي، وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د بهرنيو مرستو د ودرولو خبره وکړه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ د ټولو بهرنيو مرستو د بندېدو امر کړی دی.
د سرچینې په خبره، اسرايل او مصر د نظامي مرستې د ترلاسه کولو په موخه له دغه څخه معاف دي.
د امریکا ډېری مرستی بشري وې او هغه هېوادونو سره چې دفقر ګراف پکې لوړ وو، کولې.
د راپورنو له مخې، متحده ايالتونو په ۲۰۲۳ کال کې ۷۲ ميليارد ډالر بشري مرستې کړې وې.
په همدې حال کې د کډوالو نړيوال سازمان مشر جرمي کونينډيک د ټرمپ دغه چاره ليونتوب بللی او ويلي يې دي چې د ډېرو خلکو د مرګ لامل به وګرځي.
د يادونې وړ ده چې ټرمپ د خپلې واکمني په لومړۍ ورځ د پاريس له اقليمي بدلون نړيوال تړون او د روغتيا نړيوال سازمان له غړيتوب هم ووت او لامل یې امريکا کې د دغه سازمان نابريالي خدمات ياد کړي وو.
امريکا په نورو بهرنيو هېوادونو خپلې مرستې بندې کړې
رويټرز خبري اژانس ويلي، وروسته له‌ هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د بهرنيو مرستو د ودرولو خبره وکړه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ د ټولو بهرنيو مرستو د بندېدو امر کړی دی.د سرچینې په خبره، اسرايل او مصر د نظامي مرستې د ترلاسه کولو په موخه له دغه څخه معاف دي.د امریکا ډېری مر…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



