د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر مايکل مککال وایي، افغانستان لاهم د امریکا لپاره مهم دی او باید له پامه یې ونه غورځوي.
مککال له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان بيا د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو د روزنې په مرکز بدل شي.
د نوموړي په خبره، د استازو جرګې همدې ته په پام، په پر له پسې ډول د خپل هېواد له حکومته غوښتي، چې پر افغانستان خپل جدي څار ولري.
د امریکا د استازو جرګې دغه جمهوري غوښتونکی غړی په دې باور دی، چې لاهم امریکا ته له افغانستانه د القاعده او داعش ډلو ګواښ متوجه دی.
هغه ویلي، له افغانستانه د امریکا وتلو روسیې، چین او ایران ته دا جرئت ورکړ، چې په خپلواکو هېوادونو بریدونه وکړي.
مککال، چې د بایډن ادارې له سرسختو منتقدینو څخه شمېرل کېږي، دا يې لومړی ځل نه دی، چې ورته څرګندونې کوي.
نوموړي تر دې وړاندې هم بایډن تورن کړی و، چې له افغانستانه يې د وتلو پرېکړه ناسمه او ستره سټراټیژیکه تېروتنه وه.
که څه هم سرپرست حکومت لا تازه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دا ډول اندېښنې بې ځایه بللې وې.
دوی ډاډ ورکوي، چې له افغان خاورې هېچاته ګواښ متوجه نه دی.




