کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا کې له ۱۴ کالنۍ کم عمره ماشومان د موبایل او سوشل میډیا له استعمال منع شول

د امریکا د فلوریډا ایالت والي ډي‌سانټس د ماشومانو لخوا د موبایل تلیفون او سوشل میډیا کارونې اړوند د بندیز قانون لاسلیک کړ چې د راتلونکي کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې به پلی شي.  امريکایي رسنۍ وایي، د دغه بندیز پر اساس به له څلوارلس کالونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته په سوشل میډیا او انټرنیټ پاڼو باندې د اکاو…

2024-03-29 01:53 49۱ دقیقې لوستل
امریکا کې له ۱۴ کالنۍ کم عمره ماشومان د موبایل او سوشل میډیا له استعمال منع شول

د امریکا د فلوریډا ایالت والي ډي‌سانټس د ماشومانو لخوا د موبایل تلیفون او سوشل میډیا کارونې اړوند د بندیز قانون لاسلیک کړ چې د راتلونکي کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې به پلی شي.

 امريکایي رسنۍ وایي، د دغه بندیز پر اساس به له څلوارلس کالونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته په سوشل میډیا او انټرنیټ پاڼو باندې د اکاونټونو د جوړولو اجازه نه وي او تر څنګ به یې کم عمر لرونکو کسانو اکونټونه هم ډیلیټ شي.

 د یاد ایالت چارواکو ددې بندیز علت په ماشومانو کې د ژور خفګان او د ځان‌وژلو پېښې زیاتېدل بللي دي.

ځايي مسولينو ويلي دي، چې د ټولنيزو رسنيو تنظيم په يوې سیاسي موضوع بدله شوې ده او په خبره يې که مخه يې ونه نیسي؛ نو ماشومان به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

مسولينو د ماشومانو له والدينو غوښتي چې د ټولنيزو رسنيو په مخنيوي کې دې دوی هم رول ولوبوي.

 ورته مهال بیا د سوشل میډیا شرکتونو د امریکا د فلوریډا ایالت د دغه قانون پر ضد محکمې ته شکایت کړی دی.

خبرياله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب