کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اندونيزيا له افغانستان سره ۵۰ ټنه بشري مرسته کړې

د افغان سرې مياشتې ټولنې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، اندونيزيا په هرات کې‌ د وروستيو طبيعي پېښو له زيانمنو شويو سره د نړۍوال فدراسيون په همکاري ۵۰ ټنه بشري مرسته کړې ده.   سرچينې ويلي، دغه بشري مرسته يې په‌ کابل کې د سرې مياشتې ټولنې ته سپارلې ده.   خبر پاڼه کې راغلي، په دغه مرستو کې‌ ۹ قلمه غیر خ…

2024-07-29 03:22 105۱ دقیقې لوستل
اندونيزيا له افغانستان سره ۵۰ ټنه بشري مرسته کړې

د افغان سرې مياشتې ټولنې په يوه خبر پاڼه کې ويلي، اندونيزيا په هرات کې‌ د وروستيو طبيعي پېښو له زيانمنو شويو سره د نړۍوال فدراسيون په همکاري ۵۰ ټنه بشري مرسته کړې ده.

 

سرچينې ويلي، دغه بشري مرسته يې په‌ کابل کې د سرې مياشتې ټولنې ته سپارلې ده.

 

خبر پاڼه کې راغلي، په دغه مرستو کې‌ ۹ قلمه غیر خوراکي توکي شامل دي چې په نږدې راتلونکي‌ به په زلزله ځپلو او نورو زيانمنو شويو ووېشل شي.

 

 ياد‌ هېواد څه موده وړاندې هم له افغانستان سره د ۱.۴ ميليونه امريکايي ډالرو په‌ ارزښت بشري مرسته کړې وه.

 

د يادونې وړ ده چې د هېواد په ډېری ولايتونو کې خلک له طبيعي پېښو زيانمن شوي او له حکومت د مرستو غوښتنه کوي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب