د پاکستان موقت لومړي وزير انورالحق کاکړ له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، له افغانستان څخه پاکستان ته کوم خطر نشته او افغانانو هېڅ کله هم پاکستان ته ستونزې ندې جوړې کړي.
نوموړي همداراز د افغانستان اوسنی وضعیت امت بللی؛ خو ادعا يې کړی چې سرپرست حکومت تراوسه مرکزي حکومت ندی ترلاسه کړی.
د ده په خبره په افغانستان کې د حکومت کولو څرنګوالي د افغانانو داخلي مسله ده.
کاکر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو څو وارې پاکستاني لوري تور لګولي کې ټي ټي پي له افغانستان پر پاکستان بريدونه کوي.
څو ورځې وړاندې يې بیا د پوځ لوی درستیز اخطار ورکړی وو که له افغانستان څخه يې هېواد ته کوم خطر پیښ شي له هرې ممکنه لارې به يې ځواب ورکړي.
نوموړي همداراز ويلي وو، د يو پاکستاني وکړي ژوند له ټول افغانستان غوره ده




