کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوزبکستان: د حیرتان هرات سپین‌بولدک په اوسپنې پټلۍ پانګونې ته چمتو یو

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست اوزبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف سره لیدلي دي. یاد وزارت وایي، د اوزبکستان لومړي وزیر دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په مستقیم ډول د سرخان دریا - پلخمري برېښنا مزي کابل ته پر لېږد سربېره، د حیرتان - هرات - سپین‌بولدک په اوسپنې پټلۍ پانګونې ته چمتو د…

2024-07-03 03:17 125۱ دقیقې لوستل
اوزبکستان: د حیرتان هرات سپین‌بولدک په اوسپنې پټلۍ پانګونې ته چمتو یو

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست اوزبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف سره لیدلي دي.

یاد وزارت وایي، د اوزبکستان لومړي وزیر دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په مستقیم ډول د سرخان دریا - پلخمري برېښنا مزي کابل ته پر لېږد سربېره، د حیرتان - هرات - سپین‌بولدک په اوسپنې پټلۍ پانګونې ته چمتو دی.

د سرچینه په وینا، دې لیدنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په زیاتوالي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اوزبکستان د پانګونې راجلبولو په تړاو خبرې شوې دي.

ورته مهال د اوزبیکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې نږدې راتلونکی به د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب