د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» پر اېکسپاڼه لیکلي چې ورځ تر بلې د وږو افغانانو شمېر زیاتېږي؛ خو ورسره د مرستو لپاره د غوښتل شوې بودجې کچه بیا مخ په کمېدو ده چې دغې چارې دوی سخت اندېښمن کړي.
یادې ادارې اندېښنه ښوولې چې دوی د هغو بېوزلو او وږو افغانانو د لاس نیوي لپاره بودجه په واک کې نه لري چې دوی یې لا له وړاندې له مرستندویانو څخه غوښتنه کړې وه.
اوچا ویلي، افغانستان کې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې مېلیارډ او ۶۰ مېلیون ډالرو څخه یې یوازې ۷.۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده.
یادې ادارې ویلي، که غوښتل شوې مرستې تر لاسه نه کړي؛ نو ډېر افغانان په تېره بیا ښځې او ماشومان به د سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي.
اوچا زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د پخوا پرتله کمه شوې؛ خو افغانان د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله زیاتو بشري مرستو ته اړ شوي.
د اوچا د اټکل له مخې، روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ مېلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.




