د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا په یوه راپور کې ویلي چې د بودجې د کموالي له امله په افغانستان کې د تغذیې او روغتیا سیار مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د بودیجې د کمښت له امله په هېواد کې لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته د شاوخوا سل زره کسانو لاسرسی کم شوی دی.
اوچا زیاته کړې چې د ۱٫۸ مېلیون تنو له منځه له پنځو کلونو کم عمره ۹۴۴ زره ماشومان به د منځنۍ خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره او ۹۳۴ نور به د شدیدې خوارځواکۍ له خدمتونو به بېبرخې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د کافي بودیجې د نشتوالي له امله په افغانستان کې تر ۳۶،۶ زرو ډېر ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له مرستو بې برخې شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړه چې د بودجې د حد د کمښت له امله اوس له نهو میلیونو زیانمنو افغانانو څخه یوازې پنځه میلیونه مرستې ترلاسه کوي.
د دې تر څنګ شاوخوا ۲۶۲ ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې د دوه میلیونه افغانانو لپاره د روغتیا په برخه کې په کار بوخت وو، هم د خدماتو وړاندې کولو ته اړ شوي دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، دې ادارې سږ کال يوازې ٨٠١ ميليونه ډالره بوديجه ترلاسه کړې، چې شاوخوا ٢٥ سلنه اړتياوې پوره کوي.




