کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک پړاو ته رسیدلې

د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي، چې په افغانستان کې پنځه میلیونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. یاد پروګرام زیاته کړې، چې سېلابونو، زلزلو، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې د ترنګلتیاوو له امله د سون توکو لوړو بیو بشري وضعیت لاپسې ګډود کړی دی. دغه پروګرام همداراز د راتلونکو شپږو میاشت…

2026-05-16 00:27 112۱ دقیقې لوستل
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک پړاو ته رسیدلې

د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي، چې په افغانستان کې پنځه میلیونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

یاد پروګرام زیاته کړې، چې سېلابونو، زلزلو، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې د ترنګلتیاوو له امله د سون توکو لوړو بیو بشري وضعیت لاپسې ګډود کړی دی.

دغه پروګرام همداراز د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د بشري مرستو د رسولو په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

تردې وړاندې یونېسف ویلي وو، چې په راون زیږدیز کال به له یو میلیون څخه د ډېرو خوارځواکو ماشومانو درملنه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب