کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتيا وزارت: کندز ولايت لپاره مو له MAGNA مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

خبريال: حسین الله محمد خېل  د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي،، چې د کندز  لپاره يې د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت MAGNA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړی، چې د یاد ولایت ټول اوسېدونکي به له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او يو زر او ۷۵۷ کسانو ته به د روغتيا په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.  &…

2026-04-19 03:05 175۱ دقیقې لوستل
روغتيا وزارت: کندز ولايت لپاره مو له MAGNA مؤسسې سره د څه باندې پنځه ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

خبريال: حسین الله محمد خېل 

د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي،، چې د کندز  لپاره يې د څه باندې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت MAGNA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړی، چې د یاد ولایت ټول اوسېدونکي به له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او يو زر او ۷۵۷ کسانو ته به د روغتيا په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.

 ‏دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه شوی دی.

بل لور، د MAGNA مؤسسې استازو ويلي، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلی کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب