کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روغتيا وزارت: سمنګان کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

خبریال: حسین الله محمد خېل  عامې روغتیا وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د ياد وزارت وزیر، مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده. خبر پاڼه زياتوي، جلالي دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه د روغتيايي خدمتونو د پراخېدو،…

2026-04-29 05:52 115۱ دقیقې لوستل
روغتيا وزارت: سمنګان کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

خبریال: حسین الله محمد خېل 

عامې روغتیا وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د ياد وزارت وزیر، مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.

خبر پاڼه زياتوي، جلالي دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه د روغتيايي خدمتونو د پراخېدو، د خلکو د ستونزو حل او ‏معیاري درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل:‌ «د ا.ا له داخلي بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوي دي او د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو چارې هم پيل شي.»

د سرچینی په وينا،‏ هغه زیاته کړه، دغه روغتونونه به عمومي جراحي، داخله، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې او یو شمېر نورې څانګې ولري، چې په جوړېدو سره به یې په ولایتي روغتونونو کې د مراجعینو ګڼه‌ ګوڼه کمه او خلکو ته به په ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب