کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران ترکيې ته د افغان سوداګریزو توکو د لېږد اجازه ورکړه

ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې د افغانستان سوداګریز توکي ترکيې ته ولېږدوي. د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې چمتوالی ښودلی چې د افغانستان لس واګونه «شوکاڼی» ترکيې ته واستوي. دغه سوداګریزه محموله، د اپريل له ۲۱مې تراوسه د ايران شمتېغ سرحدي سيمه کې ايسار پاتي دي. د ايران د اوسپ…

2024-04-30 03:11 126۱ دقیقې لوستل
ايران ترکيې ته د افغان سوداګریزو توکو د لېږد اجازه ورکړه

ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې د افغانستان سوداګریز توکي ترکيې ته ولېږدوي.

د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې چمتوالی ښودلی چې د افغانستان لس واګونه «شوکاڼی» ترکيې ته واستوي.

دغه سوداګریزه محموله، د اپريل له ۲۱مې تراوسه د ايران شمتېغ سرحدي سيمه کې ايسار پاتي دي.

د ايران د اوسپنې پټلۍ اداره داسې مهال د لېږد لپاره چمتوالی ښيي چې تېره اونۍ د ايران د دولت وياند بهادر علي ويلي وو چې افغانستان دغه هېواد ته يوه برخه حق‌ابه ورکړې او د سيستان سيمې ته یې اوبه ور پرېښودل شوې دي.

د يادونې ده چې د اپرېل په ۲۱مه افغانستان په لومړي ځل د هرات - خواف رېل پټلۍ له لارې سوداګريزه محموله ترکيې ته صادره کړه چې د ايران د روزنک اډې ته په رسېدو يې د مخکې تګ مخنيوی وشو.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب