د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وايي، له هلمند سیند څخه د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو لپاره به له قانوني وسیلو استفاده وکړي.
نوموړي پرون شنبه په یوه خبري غونډه کې ویلي، د هلمند د اوبو د حق په اړه د ۱۳۵۱لمریز کال تړون یوه نړیواله معاهده ده چې عملي کول یې اختیاري نه دي.
د هغه په خبره، تهران د دغه تړون د عملي کېدو مسئله څاري او په وینا یې ایران ته د افغان لوري یو پلاوي د خپل سفر پر مهال د دې تړون د عملي کولو ژمنه کړې ده.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغه ایراني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.




