کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اڅکزی: که پر پاکستان هر ډول بريد کېږي غچ به یې له افغانانو اخلو

د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزی وايي، که چيرې پر پاکستان بريد کېږي، افغانان په کې لاس لري او غچ به يې هم له همدوی اخلي. اڅکزي د تېرې شپې هوايي برید ته په اشاره پر خپله اېکس‌پانه ليکلي، د مير علي سيمې د حملې غچ يې چې پنځه پاکستاني پوځيان په کې ووژل شول، په افغانستان کې دننه له ترهګرو واخيست. هغه ويلي، سرپرست ح…

2024-03-18 03:02 306۲ دقیقې لوستل
اڅکزی: که پر پاکستان هر ډول بريد کېږي غچ به یې له افغانانو اخلو

د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزی وايي، که چيرې پر پاکستان بريد کېږي، افغانان په کې لاس لري او غچ به يې هم له همدوی اخلي.

اڅکزي د تېرې شپې هوايي برید ته په اشاره پر خپله اېکس‌پانه ليکلي، د مير علي سيمې د حملې غچ يې چې پنځه پاکستاني پوځيان په کې ووژل شول، په افغانستان کې دننه له ترهګرو واخيست.

هغه ويلي، سرپرست حکومت دې پاکستان ته د امريکا فکر نه کوي او د يو پاکستاني ژوند له ټول افغانستان څخه ارزښتمند دی.

د پاکستان شمالي وزيرستان مير علي سيمه کې دوه ورځې وړاندې ټيtپي ډلې بريد وکړ چې له امله يې پنځه پاکستاني پوځيان ووژل شول.

پاکستان په دې موخه چې د دغه برید له ترسره کوونکو غچ واخلي، تېره شپه یې د افغانستان په درېيو ولايتونو پکتيا، خوست او کونړ کې هوايي بريدونه ترسره کړه.

نن سهار پاکستاني رسنيو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکې د پکتيا برمل ولسوالي کې يې د ټيtپي ډلې قوماندان عبدالله شاه وژلی دی.

خو د ټيtپي ډلې قوماندان په يو ويډيويي پيغام کې دغې اوازې بې احساسه بللې دي او وايي، په جنوبي وزيرستان کې دی.

د سرپرست حکومت وياند د دغو بريدونو په غبرګون کې ويلي، دا د افغانستان پر خاوره تېری دی او پاکستان دې د خپلو نا امنیو پړه په افغانستان نه اچوي.

هغه خبرداري ورکړی، د پاکستان دغه کړنه به ډیرې ناوړې پايلې ولري چې کابو کول به یې د پاکستان له وسې بهر وي‌.

د يادو هوايي بريدونو له کبله د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د درېيو ماشومانو په ګډون شپږ او د خوست په سپيرې ولسوالۍ کې دوه مېرمنې وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب