ایراني چارواکي وایي، افغانستان ته د ایران د غیري نفتي توکو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه ډیروالی راغلی دی.
د دغه هېواد د صدا و سمیا خبري آژانس د خبر له مخې، د ۱۴۰۲ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلي چې د تېر کال په پرتله ۲۲۰ میلیونه ډالره زیات شوي او دغه کچه د تېر کال همدې مودې په اندازه پنځلس سلنه زیاتوالی ښیي.
فغانستان ته د ایران د غیرې نفتي موادو صادرات په داسې حال کې ډیریږي چې د دغه هېواد چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ـ ورکړې ډیرېدو ته چمتووالی ښودلی.




