کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران کې د افغانانو د‌ اعدام دوام؛ تازه يې دوه نور افغانان اعدام کړي

د ایرنا خبرې اژانس يوه خبر پاڼه کې ویلي چې د عبدالله تاجک په نوم یو افغان د یاد هیواد د کرج په قزل حصار زندان کې او د عبدالمهدي رشاد امیري په نوم بل افغان د ایران په قم مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.   ددغو افغانانو جرم نه دی مشخص شوی خو له دې مخکې په یاد هیواد کې د نشه یې توکو، وژنو او ځینو نورو غټو جرمونو په تور ا…

2024-12-11 18:29 124۱ دقیقې لوستل
ایران کې د افغانانو د‌ اعدام دوام؛ تازه يې دوه نور افغانان اعدام کړي

د ایرنا خبرې اژانس يوه خبر پاڼه کې ویلي چې د عبدالله تاجک په نوم یو افغان د یاد هیواد د کرج په قزل حصار زندان کې او د عبدالمهدي رشاد امیري په نوم بل افغان د ایران په قم مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

 

ددغو افغانانو جرم نه دی مشخص شوی خو له دې مخکې په یاد هیواد کې د نشه یې توکو، وژنو او ځینو نورو غټو جرمونو په تور افغانان اعدام شوي و

 

د یاد هیواد د بشري حقونو سازمان(حالوش) د معلوماتو په يوه اساس د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پیل راهیسې په دغه هیواد کې ددې دوه افغانانو په ګډون ۶۳ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

دغه دوه تنه داسې مهال اعداميږي چې څه موده وړاندې د ايران هېواد عدليې وزارت يو پلاوی کابل ته راغلی وو او دلته يې له بېلابېلو چارواکو سره ايران کې د افغان بنديانو د وضعیت او افغانستان ته د لېږد په تړاو خبرې کړې وې.

دوې همداراز ویلي وو، افغانستان ته به پنځه سوه زندانیان چې ايران مې بندیان دي واستوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب