کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایرلینډ له افغانستان سره د مالي ستونزو له کبله له لوبو کولو انکار کړی

د ایرلینډ کرکټ بورډ مسوولانو خبر ورکړی چې له افغانستان سره څو پلان شوې کرکټ لوبې یې د مالي ستونزو له امله ځنډولې دي. د راپورونو په اساس د کرکټ نړۍواله شورا ایرلینډ د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو ترمنځ څه باندې ۱۸ میلیونه بودیجه ورکړي خو د ایرلینډ د کرکټ لوبډلې د ژوند امکاناتو ته په کتو سره یاده لوبډله تل له ای سې سې څخه غواړي چې په…

2025-03-11 22:25 272۱ دقیقې لوستل
ایرلینډ له افغانستان سره د مالي ستونزو له کبله له لوبو کولو انکار کړی

د ایرلینډ کرکټ بورډ مسوولانو خبر ورکړی چې له افغانستان سره څو پلان شوې کرکټ لوبې یې د مالي ستونزو له امله ځنډولې دي.

د راپورونو په اساس د کرکټ نړۍواله شورا ایرلینډ د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو ترمنځ څه باندې ۱۸ میلیونه بودیجه ورکړي خو د ایرلینډ د کرکټ لوبډلې د ژوند امکاناتو ته په کتو سره یاده لوبډله تل له ای سې سې څخه غواړي چې په دغه بوديجه کې ورته ډېروالی راولي.

د کریک انفو ورځپاڼې تېره ورځ(سه شنبه، د کب ۲۱مه) ناوخته د ایرلینډ د کرکت بورډ د ریئس "وارین دیوتروم" له قوله خبر ورکړی چې دغه پرېکړه یې د هغوئ د لنډ مهالې بودیجې د محدودیتونو له امله کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې ایرلینډ لوبډله دا کال ډېر بوخت مهال ویش لري چې له امله یې له افغانستان سره لوبې نشي ترسره کولی او دغه پرېکړه یې سیاسي نه؛ بلکې مالي لامل لري.

د یادونې وړ ده چې په دغه پلان شویو لوبو کې یوه ټیسټ، درې شل اوریزې او درې یو ورځینۍ یا پنځوس اوريزې لوبې شاملې وې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب