کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بریتانیا کې افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو د بیا پیلېدو ژمنه شوې

بهرنيو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې افغانستان لپاره د برېتانيا شارزدافير رابرټ چټرټن ډيکسن سره ليدلي دي.   ستانکزي د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو راهيسي افغانستان سره د برېتانیا له بشري مرستو مننه کړې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د بشري او سیاسي اړیکو په…

2024-12-16 01:37 96۱ دقیقې لوستل
بریتانیا کې افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو د بیا پیلېدو ژمنه شوې

بهرنيو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې افغانستان لپاره د برېتانيا شارزدافير رابرټ چټرټن ډيکسن سره ليدلي دي.

 

ستانکزي د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو راهيسي افغانستان سره د برېتانیا له بشري مرستو مننه کړې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د بشري او سیاسي اړیکو په پياوړتيا ټينګار کړی دی.

 

ورته مهال بیا رابرټ چټرټن هم د سرپرست حکومت له چارواکو سره په ليدلو خوښي څرګنده کړې او دغه راز يې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستايلې دي.

 

ده همداراز ویلي هېواد به يې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

 

نوموړي همداراز ژمنه کړې چې هېواد کې به‌ یې د افغان وګړو لپاره قونسلي خدماتو پيل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب