کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بریټانوي چارواکي چمتو دي چې د افغانانو د هوساينې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار وکړي

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کابل کې د بریټانيا شارزدافير د ريس الوزرا له سياسي مرستيال سره ليدلي دي. په دغه ليدنه‌ کې د ياد هېواد شارزدافير رابرټ‌ چټرټن ډيکسن ويلي، لندن له کابل سره ښو اړيکو ته لېواله دی او غواړي د افغانانو د هوساينې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار وکړي. نوموړي همداراز زيا…

2024-02-29 23:11 101۱ دقیقې لوستل
بریټانوي چارواکي چمتو دي چې د افغانانو د هوساينې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار وکړي

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کابل کې د بریټانيا شارزدافير د ريس الوزرا له سياسي مرستيال سره ليدلي دي.

په دغه ليدنه‌ کې د ياد هېواد شارزدافير رابرټ‌ چټرټن ډيکسن ويلي، لندن له کابل سره ښو اړيکو ته لېواله دی او غواړي د افغانانو د هوساينې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار وکړي.

نوموړي همداراز زياته کړې، هېواد يې هوډ لري چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې نورې هم ډېرې کړي.

ورته مهال بیا سیاسي مرستيال ويلي، افغانستان کې خپلواک حکومت رامنځته شوی او د نشه يي توکو قاچاق په بشپړه توګه له منځه تللی.

ده همداراز ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه هېڅ کوم هېواد ته خطر نشته.

کابل کې د برتانيا شارزدافير داسې مهال د بشري مرستو د ډېروالي خبره کوي چې تازه ياد هېواد له افغانستان سره يو عشاريه درې مليونه ډالره بشري مرسته کړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب