کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلخ کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتي موادو د تصفیې پوروژه پرانیستل شوه

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت د اقتصادي پروژو په لړ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاسیني آیل په نوم د نفتي موادو د تصفیې پروژه پرانیستل شوې ده.   په خبر پاڼه کې راغلي چې دا فابریکه پر ۵۰ متره مربع مساحت سیمه کې د اوو میاشتو په اوږدو کې جوړه شوې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنه…

2025-01-10 06:08 35۱ دقیقې لوستل
بلخ کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتي موادو د تصفیې پوروژه پرانیستل شوه

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت د اقتصادي پروژو په لړ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاسیني آیل په نوم د نفتي موادو د تصفیې پروژه پرانیستل شوې ده.

 

په خبر پاڼه کې راغلي چې دا فابریکه پر ۵۰ متره مربع مساحت سیمه کې د اوو میاشتو په اوږدو کې جوړه شوې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنه او په یوه میاشت د ۱۸ زره ټنه نفتي موادو د تصفیه کولو وړتیا لري.

 

سرچینې همداراز ویلي په دغه فابریکه کې ۱۰۰ تنو ته په مستقیم او ۱۰۰۰ نورو ته په غیري مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

 

خبرپاڼې د یادې فابریکې د مسوول سهراب صمدي له قوله لیکلي چې ددې پروژې او نورو برخو د کارونو پر بشپړېدو به ټول مصرف ۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

 

صمدي د سرپرست حکومت له مشرتابه او د بلخ له والي مننه وکړه چې د سوداګرو له پاره یې هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړې دي او تل یې کوښښ کړی چې د سوداګرۍ، پانګونې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا له پاره کار وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب