کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بلومبرګ: افغانۍ د ارزښت لوړېدو له پلوه، نړۍ کې درېيم مقام نيولی دی

امریکايي انلاین خپرونې بلومبرګ نن سه شنبه (د سپتمبر ۲۶مه) ليکلي، چې افغانۍ په تېرو درې مياشتو کې د ارزښت لوړېدو له پلوه د نړۍ د اسعارو د درجه بندۍ په درېيم مقام کې راغلې ده. دغې خپرونې په یوه راپور کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات او ښه کېدو عوامل څېړلي دي. دغه راپور کې راغلي، اف…

2023-09-26 03:17 186۱ دقیقې لوستل
بلومبرګ: افغانۍ د ارزښت لوړېدو له پلوه، نړۍ کې درېيم مقام نيولی دی

امریکايي انلاین خپرونې بلومبرګ نن سه شنبه (د سپتمبر ۲۶مه) ليکلي، چې افغانۍ په تېرو درې مياشتو کې د ارزښت لوړېدو له پلوه د نړۍ د اسعارو د درجه بندۍ په درېيم مقام کې راغلې ده.

دغې خپرونې په یوه راپور کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات او ښه کېدو عوامل څېړلي دي.

دغه راپور کې راغلي، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو میلیاردونو دالرو تګ د دې لامل شوی، چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د دالرو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي.

د یادې رسنۍ د څرګندونو له مخې، د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدو هم د افغانیو د بیې له ثبات سره مرسته کړې ده.

بلومبرګ لیکلي، چې د پاکستانۍ کلدارو او امریکايي دالرو پر کارولو بندیز، د انلاین سوداګرۍ بندولو او له هېواده د دالرو د ایستلو بندېدا هغه نور لاملونه دي، چې د افغانیو ارزښت یې ساتلی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب