کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير د بنديانو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي سره ليدلي

بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې م.ا.م د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي اډم بولر چې د د خليلزاد په ګډون د يوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی دي، ليدلي دي‌. سرچينې ليکلي، په دغه ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د اتباعو په مسايلو او افغانستان کې پر پانګونې خبرې شوي دي. دغه ليدنه‌ کې…

2025-09-13 06:29 153۱ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير د بنديانو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي سره ليدلي

بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې م.ا.م د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي اډم بولر چې د د خليلزاد په ګډون د يوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی دي، ليدلي دي‌.

سرچينې ليکلي، په دغه ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د اتباعو په مسايلو او افغانستان کې پر پانګونې خبرې شوي دي.

دغه ليدنه‌ کې ټينګار شوی چې دواړو هېوادونه به خپلو هېوادونو کې د شته بندیانو په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

بهرنيو چارو وزير ټينګار کړی چې اوس يې وخت دی د دواړو هېوادونو ترمنځ شته پېچلي مسايل حل شي.

همدې‌ حال کې بیا اډم بولر د هېواد ختيځ کې د زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خپله خواشینې څرګنده کړه او تسلیت يې ویلی دی.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر د افغانستان په ګډون پر هغه هېوادونو د بنديز لګولو خبره کړې وه چې امريکايي وګړي پکې بنديان دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب