کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنيو چارو وزير: د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ سره مثبتې اړيکې غواړو

د بهرنيو چارو وزير نن کابل کې له خپل پاکستاني سیال سره ليدلي دي‌. له ياد وزارت په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه ليدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ پر اقتصادي، سیاسي، سوداګري، ټرانزیټ، سترو پروژو او د کډوالو پر موضوع خبرې شوي دي. د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ويلي، افغانستان د خپل متوازن سیاست له مخې د پاکستان پ…

2025-08-20 07:47 257۲ دقیقې لوستل
بهرنيو چارو وزير: د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ سره مثبتې اړيکې غواړو

د بهرنيو چارو وزير نن کابل کې له خپل پاکستاني سیال سره ليدلي دي‌.

له ياد وزارت په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه ليدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ پر اقتصادي، سیاسي، سوداګري، ټرانزیټ، سترو پروژو او د کډوالو پر موضوع خبرې شوي دي.

د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ويلي، افغانستان د خپل متوازن سیاست له مخې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او په احترام ولاړې اړيکې غواړي.

نوموړي ويلي، افغانستان لېواله دی چې له پاکستان سره سوداګري، ترانزيت او د لويو پروژو عملي کولو ته پراختيا ورکړي.

متقي له پاکستاني لوري غوښتي دي چې د شته ستونزو د هواري په موخه دې اقدامات وکړي.

نوموړي دغه راز له پاکستان غوښتي چې له خپل هېواد دې د کډوالو د اېستلو پر مهال د هغوي حقوق نه ضايع کوي.

همدې حال کې بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د دوه اړخيزه سوداګري او ترانزيت د پراختيا د چمتوالي خبر ورکړی دی.

نوموړي ژمنه کړې چې په دې برخه کې به اسانتياوې هم راولي.

دغه ليدنه کې د ګډې همکاري، د ويزو پر ډېروالي او اسانتيا، زراعت او نورو برخو پر پراختيا هم خبرې شوي دي‌.

ياده دې وي چې کابل نن د چين او اسلام اباد د درې اړخيزې ناستې کوربه وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب