د بهرنيو چارو وزیر نن له خپل ايراني سیال سيد عباس عراقچي سره د سيمې د ثبات او امنیت په تړاو تيليفون خبرې کړې دي.
بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ليکلي، د سمیې ثبات او امنيت ورته لومړيتوب لري.
همدې حال کې بیا د ايران بهرنیو چارو وزارت ويلي، راتلونکې مياشت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب کوي.
پاکستان د ايران د دغه وړانديز هرکلی کړی، خو افغان حکومت بيا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم افغانستان او پاکستان د ترکيې او قطر په منځګړیتوب درې پړاوه مذاکرات وکړل، خو يوې غوڅې پايلې ته ونهرسېدل.
افغان حکومت د دغه مذاکراتو د بې پايلې کېدو لامل د پاکستان بې مسولیته غوښتنې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې عراقچي تېره ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم د کابل او اسلام ترمنځ د ستونزو د حل په موخه ټيليفوني خبرې کړې وې.




