کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنیو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راغی

 احصايې او معلوماتو ملي ادارې ليکلي، بهرنيو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د اسانتيا برابرولو په موخه یې د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راوستی دی.سرچینې ليکلي، د منځنۍ اسیا، هند او ترکيه هېوادونو کې مېشت افغانان کولای شي چې يوه تذکره چې مخکې یې بيه ۲۰۰ ډالر وه، په ۵۰ ډالر ترلاسه کړي.همداراز افریقايي هېوادونو او…

2025-09-23 01:58 205۱ دقیقې لوستل
بهرنیو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راغی

 احصايې او معلوماتو ملي ادارې ليکلي، بهرنيو هېوادونو کې د مېشت افغانانو لپاره د اسانتيا برابرولو په موخه یې د برېښنايي تذکرو بيو کې کموالی راوستی دی.
سرچینې ليکلي، د منځنۍ اسیا، هند او ترکيه هېوادونو کې مېشت افغانان کولای شي چې يوه تذکره چې مخکې یې بيه ۲۰۰ ډالر وه، په ۵۰ ډالر ترلاسه کړي.
همداراز افریقايي هېوادونو او روسیه کې میشت افغانان يوه تذکره چې مخکې یې بيه ۲۰۰ ډالر وه، په ۷۰ ډالر اخيستلای شي.
همدې حال کې بيا اروپا، کاناډا، امريکا او استراليا کې مېشت افغانان يوه تذکره چې بیه یې ۲۰۰ ډالر وه، په ۱۵۰ ډالر واخلي.
ياده دې وي چې تذکرې يوازې هغه کسان ترلاسه کولای شي چې د په حضوري بڼه اړوندو ادارو او يا هم د اقامت اسناد ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب