کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بهرنیو چارو وزارت: اروپایي هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ له اصولو سرغړونه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ له مرکز سره په نه همغږۍ، خپل‌سرۍ او له شته منل شوو اصولو په سرغړونې سره قونسلي چارې پر مخ وړي. په اعلامیه کې راغلې له دې وروسته لندن،  بلجیم، برلین، بن، سیویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا،  یونان،…

2024-07-29 23:52 161۱ دقیقې لوستل
بهرنیو چارو وزارت: اروپایي هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ له اصولو سرغړونه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ له مرکز سره په نه همغږۍ، خپل‌سرۍ او له شته منل شوو اصولو په سرغړونې سره قونسلي چارې پر مخ وړي.

په اعلامیه کې راغلې له دې وروسته لندن،  بلجیم، برلین، بن، سیویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا،  یونان، پولنډ، سویډن، ناروی، کاناډا او استرلیا کې د افغان سیاسي استازولیو له لورې قونسلي خدمتونه لکه، وثایق،  تصادیق، عدم مسولیت پاڼه، پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سټیکر، ویزې سټیکر د مرکز او اړوند نهادونو له لورې د منلو وړ نه دي.

یاده اعلامیه کې راغلې، بهرنیو چارو وزارت په یادو هېوادونو کې د دغه سندونو پر وړاندې هېڅ مسولیت نه مني او نه اجرات پرې تر سره کوي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، له یادو هېوادنو پرته بهر کې میشت افغانان په نورو هېوادونو  کې د سرپرست حکومت استازو ته د قونسلي خدماتو ترسره کولو لپاره مراجعه کولی شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب