کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې منظور کړې

د‌ ملي تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت مختلفې پروژې منظور کړې   د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د اجنډا مطابق يې نن د ۲۹ بېلابېلو پروژو له ډلې ۲۴ منظور ۴ لغوه او د يوې پروژې په اړه يې کمېټې ته دنده سپارلې تر څو له ارزونې وروسته يې له اقتصادي معاونيت سره شریکه کړي. &…

2024-04-03 02:44 135۱ دقیقې لوستل
تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې منظور کړې

د‌ ملي تدارکاتو کمېسيون د يوولس ميليارده افغانيو په ارزښت مختلفې پروژې منظور کړې

 

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د اجنډا مطابق يې نن د ۲۹ بېلابېلو پروژو له ډلې ۲۴ منظور ۴ لغوه او د يوې پروژې په اړه يې کمېټې ته دنده سپارلې تر څو له ارزونې وروسته يې له اقتصادي معاونيت سره شریکه کړي.

 

دغه قراردادونه نن د اقتصادي مرستيال په مشري د يوې غونډې په جوړېدو سره منظور شوي.

 

يادو قراردادونو کې د کابل _ کندهار د لويې لارې د پاتې چارو بشپړول، د نورستان _ کنړ د تخريب شويو ساحو بیا رغونه، په مختلفو ولايتونو کې د برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت اړوند قطعاتو ته د هغوی د اړتيا وړ توکي برابرول او نورې ګڼې پروژې شاملې دي چې په پیلېدو سره به يې سلګونه تنو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

 

سرچينه زياتوي، يوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د يادو پروژې په هر اړخيز ډول له څېړل کېدو وروسته يې راپور له اقتصادي معاونيت سره شريک کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب