رويټرز ويلي، کاناډا او مکسیکو به په ګډه په دغه هېوادونو د امريکا له لوري د لګول شويو تعرفو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.
د کاناډا لومړي وزير جسټن تروډو ويلي، هېواد به يې د امريکا په ۱۵۵ ميليارده توکو ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
سرچینې ويلي، د امريکا هغه توکي چې کاناډا پرې تعرفې لوړوي، پکې شراب، بیر او د کور توکي شامل دي.
يادې تعرفې په دوو پړاوونو کې عملي کيږي چې لومړی پړاو یې په ۳۰ ميليارده ډالرو له راتلونکې سه شنبې او دويم پړاو به یې پر ۱۲۵ ميليارده ډالرو ۲۱ ورځې وروسته عملي شي.
تروډو دغه راز له خپلو خلکو غوښتي چې امريکايي توکي تحريم او دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
ورته مهال بیا د مکسيکو ولسمشرې خپل د اقتصاد وزیر ته د امريکا پر ضد د تعرفو لوړولو لارښوونه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د دواړو هېوادونو مشران به په دې اړه له نږدې هم خبرې وکړي.




