کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ترکيې له افغانستان سره ۷۲۴ ټنه بشري مرسته کړې

 ابل کې د ترکيې سفارت ويلي، هېواد يې به افغانستان سره د بشري مرستو په دوام تازه ۷۲۴ ټنه بشري مرسته کړې ده. دغه بشري مرسته د «نيکي» په نوم ده چې له ترکيې هرات ته رارسېدلې ده. سرچينې ويلي، په دغه مرسته کې درمل، خوراکي توکي او نور اړين وسايل شتون لري. يادې مرستې د افغان سړې مياشتې د ټولنې رييس په ګډون د ي…

2025-01-11 20:31 63۱ دقیقې لوستل
ترکيې له افغانستان سره ۷۲۴ ټنه بشري مرسته کړې

 ابل کې د ترکيې سفارت ويلي، هېواد يې به افغانستان سره د بشري مرستو په دوام تازه ۷۲۴ ټنه بشري مرسته کړې ده.

دغه بشري مرسته د «نيکي» په نوم ده چې له ترکيې هرات ته رارسېدلې ده.

سرچينې ويلي، په دغه مرسته کې درمل، خوراکي توکي او نور اړين وسايل شتون لري.

يادې مرستې د افغان سړې مياشتې د ټولنې رييس په ګډون د يوې غونډې په ترسره کېدو افغان لوري ته وسپارل شوي دي‌.

بايد ياده‌ شي چې همدې بشري جوپې سره دا د ياد هېواد ۲۱مه د بشري مرستو جوپه ده چې افغانستان ته یې استوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب