د اوبو او انرژۍ وزرات وايي، د دې وزارت سرپرست عبداللطيف منصور له ترکي پانګهوالو سره د انرژي د تولید او د ذخیروي بندونو د جوړولو په پروژو کې د پانګونې د پيل په موخه خبرې وکړې.
د دغه وزارت په لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ترکي پانګهوالو کې د اسکام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد او د ترکیې هېواد د بایوس انرژي شرکت استازو شتون درلود.
د اوبو او انرژي سرپرست د باغدرې د برېښنا بند، د سروبي ۲ برېښنا بند او د شاه توت للندر د اوبو د ذخیره کولو بند پروژې دغو شرکتونو ته د پانګونې په موخه وړاندې کړې دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دغو شرکتونو مسؤلینو د پانګونې د پيل په موخه خپل چمتووالی څرګند کړ او هوکړه وشوه، چې د وزارت تخنیکي مسؤلین دې د نوموړو شرکتونو له مسؤلینو سره د پروژو معلومات شریک کړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د معلوماتو د شريکولو تر څنګ به دغه کسان د پروژو له سيمو څخه هم ليدنه وکړي.
څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت او د اسکام ترکي شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی او د نوموړي شرکت مسؤلینو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې وه.




