د ننګرهار ولایت سوداګر وايي، چې تورخم دروازه کې هره ورځ د پاکستان لوري څخه درې سوه موټرو ته د راتګ اجازه ورکول کيږي؛ خو له دې اړخه يواځې ديرش موټر پاکستان ته د تګ لپاره پرېښودل کيږي.
د ننګرهار ولایت مقام وايي، چې دغو سوداګرو د دې ولایت له والي سره په ناسته کې دا کار ښکاره بې انصافي بللې ده.
دغو سوداګرو د ننګرهار والي سره ناسته کې خپلې ځينې نورو ستونزې هم شريکي کړې دي.
دوی ويلي، د تورخم دروازې تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته شاوخوا پنځوس ميليونه امريکايي ډالر مالي زيان اوښتی.
سوداګرو همدا راز غوښتنه کړې، چې تورخم کې بايد هغو موټرونو ته د اوښتلو لومړيتوب ورکړل شي، چې سبزي، مېوې او نور خوراکي توکي په کې بار وي.
هغوی دغه راز وويل، چې د موټرونو څو ورځې دريدو له امله في کانټينر پر سر ترې توليدي شرکتونه ۱۴۰ ډالر اخلي او کرايه هم له پخوا څو چنده زياته شوې چې سوداګر ياد لګښتونه پر اموالو اچوي او له امله په بازارونو کې د توکو بيې لوړيږي.
یادو سوداګرو د ننګرهار له والي غوښتي، ترڅو په تورخم کې د شته ستونزو حل کې ورسره همکاري وکړي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند سوداګرو ته ويلي، چې ټولو برخو ته پاملرنه لري او هر ډول ستونزې يې د حل په موخه تر تعقيب لاندې نيولي دي.
نوموړي زياته کړې، چې په تورخم کې به مسئولينو ته لارښوونه وکړي، ترڅو د سوداګروشته ستونزو په حل کې همغږي اوهر اړخيز اجرات تر سره کړي.




