کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷ زره او ۵۰۰ ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د روانې سرطان مياشتې له ۱۵ مې نېټې تر ۲۱ نیټې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارو ۷۷ زره او ۵۰۶ مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.   د ده په خبره د يادو انتقالاتو له جملې ۶۵ زره او ۳۲۲ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۵۶۸۱ ټنه د اقينې بندر له لارې او ۶۵۰۳ ټنه…

2024-07-17 21:25 146۱ دقیقې لوستل
تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۷ زره او ۵۰۰ ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د روانې سرطان مياشتې له ۱۵ مې نېټې تر ۲۱ نیټې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارو ۷۷ زره او ۵۰۶ مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

 

د ده په خبره د يادو انتقالاتو له جملې ۶۵ زره او ۳۲۲ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۵۶۸۱ ټنه د اقينې بندر له لارې او ۶۵۰۳ ټنه بيا د تورغونډۍ بندر له لارې ترسره شوي دي.

 

نوموړي ويلي، په دغه انتقالاتو کې نفتي او غير نفتي توکي شامل دي چې هېواد ته وارد او همداراز له هېواد څخه صادر شوي دي. 

 

سرچينه زياتوي، په دغه انتقالاتو کې ۱۷۴۱ ټنه صادرات دي چې ډېری يې وچې مېوې او د انارو جوس دی.

 

حق شناس دغه راز ويلي، مسوولان هڅه کوي ترڅو د لا زياتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او زمينه برابره کړي.

لیکوال/اېډېټر: Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak

سرحدي ځواک افغان خبريال او لیکوال دی. هغه له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د هېواد له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال، ايډيټر او مدير په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړی اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د افغانستان او سيمې په ورځنيو مهمو سياسي او ټولنيزو مسايلو خبرونه او راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب