د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې تېره اوونۍ کې يې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارو ۹۱ زره او ۱۹۴ ټنه انتقالات ترسره کړي.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، ۷۴ زره او ۳۸۲ ټنه توکي د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۷ زره او ۲۷۰ ټنه د اقينې اوسپنې پټلۍ له لارې او ۸ زره او ۵۴۲ ټنه بيا د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
په دغه توکو کې چې نفتي، غير نفتي او نور ت توکي پکې شامل وو افغانستان ته وارد او همداراز له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
دغې ادارې همداراز د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پرمختګونو او سوداګرو ته د اسانتياوو د برابرولو د چمتوالي خبر ورکړی.




