کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۸۵ زره ټنو ډېر انتقالات شوي

 ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناسنن پر اېکس ليکلي چې تېره اوونۍ د دغه وزارت د اوسنې پټليو له لارې ۸۵ زره او ۷۱۸ مټريک ټنه انتقالات شوي دي. سرچینې ليکلي، په‌ دغه انتقالاتو کې ۶۶ زره او ۶۲۹ مټريک ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۲ زره او ۳۰۱ مټريک ټنه د اقينې  بندر له لارې، ۱۲ زره او ۷۱۲ مټريک ټنه د تور…

2025-03-08 01:36 119۱ دقیقې لوستل
تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۸۵ زره ټنو ډېر انتقالات شوي

 ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناسنن پر اېکس ليکلي چې تېره اوونۍ د دغه وزارت د اوسنې پټليو له لارې ۸۵ زره او ۷۱۸ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

سرچینې ليکلي، په‌ دغه انتقالاتو کې ۶۶ زره او ۶۲۹ مټريک ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۲ زره او ۳۰۱ مټريک ټنه د اقينې  بندر له لارې، ۱۲ زره او ۷۱۲ مټريک ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۴ زره او ۷۶ مټريک ټنه د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

وړاندې ليکل شوي، په صادراتو کې وچه مېوه، د انار جوس، کینو او کچالو شامل دي.

ياد وزارت د اوسنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو ډېروالي د کاري فرصتونو برابرېدو او د عوايدو د ډېروالي په برخه کې اړين بللی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب