کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره او ۵۵۳ ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، تېره اوونۍ يې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارې ۹۰ زره او ۵۵۳ ټنه انتقالات ترسره کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو انتقالاتو څخه ۶۹ زره او ۷۳۶ ټنه د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۹ زره او ۳۲۵ د اقينې د اوسپنې پټلۍ له لارې او ۱۱ زره او ۴۹۲ ټنه بيا د…

2024-03-30 23:56 264۱ دقیقې لوستل
تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۰ زره او ۵۵۳ ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، تېره اوونۍ يې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ بندرونو له لارې ۹۰ زره او ۵۵۳ ټنه انتقالات ترسره کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو انتقالاتو څخه ۶۹ زره او ۷۳۶ ټنه د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۹ زره او ۳۲۵ د اقينې د اوسپنې پټلۍ له لارې او ۱۱ زره او ۴۹۲ ټنه بيا د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې په انتقالاتو کې ټول نفتي او غیر نفتي توکې شامل دي چې هېواد ته وارد شوي او يا هم له هېواد څخه وارد شوي دي.

سرچينه زياتوي، په دغه انتقالاتو کې ۴۰۰ ټنه ټرانزیټ توکي دي چې پکې وچه مېوه او د تازه مېوې جوس شامل دي.

يادې ادارې همداراز ويلي، هڅه کوي ترڅو سوداګرو ته د لا ډېرو انتقالاتو اسانتياوې او اړين سهولتونه برابر کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب