کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره مياشت د نږدې ۱۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال د تېرې جدي مياشتې ارقام اعلان کړي. د دغې ادارې د مالوماتو له مخې تېره مياشت له افغانستان څخه د ۱۴.۹ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۸۵.۴ ميليون ډالرو په ارزښت بيا واردات شوي دي. يادې ادارې همداراز ويلي، د تیر کال د‌ جدي مياشتې په پرتله يې په صادراتو کې ۱.۲ ميليون…

2024-02-12 05:58 74۱ دقیقې لوستل
تېره مياشت د نږدې ۱۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال د تېرې جدي مياشتې ارقام اعلان کړي.

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې تېره مياشت له افغانستان څخه د ۱۴.۹ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۸۵.۴ ميليون ډالرو په ارزښت بيا واردات شوي دي.

يادې ادارې همداراز ويلي، د تیر کال د‌ جدي مياشتې په پرتله يې په صادراتو کې ۱.۲ ميليون ډالره زياتوالی راغلی.

وايي، تېر کال مو په همدې مياشت کې ۱۴.۷ ميليون ډالره صادرات درلودل.

همداراز د وارداتو په برخه کې هم ۹۸.۷ ميليونه ډالره ډېروالی راغلی.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې ډېر صادرات يې د روان کال په جدي مياشت او همدا ډول د تېر کال په جدي مياشت کې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته کړي وو.

همداراز بیا د تیر او سږ کال په همدې مياشت کې ډېر واردات له پاکستان، چين او ايران څخه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب