د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمريز کال د تېرې( سلواغې) مياشتې ارقام اعلان کړي.
يادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې تېره مياشت له هېواد د څه باندې ۱۳۴.۱ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي.
ورته مهال بیا په همدې مياشت کې د ۷۹۳.۵ ميليون ډالرو په ارزښت واردات هم ترسره شوي دي.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، چې د تېرې مياشتې صادرات د تېر کال همدې مياشتې په پرتله ۴۲.۶ ميليون ډالره ډېروالی او په وارداتو کې بيا د ۹۸.۹ ميليون ډالرو په ارزښت کموالی راغلی دی.
د سرچينې په خبره تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، چين او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بيا له پاکستان، چين او ايران څخه شوي دي.
سرچينه زياتوي په وارداتو کې ټول محصولي او غیر محصولي توکي شامل دي.




