د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۹۳٬۳ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۰۰٬۹ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دغه راز د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفع ویلي، غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴٬۶ میلیون ډالره و، د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدې کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱٬۳ ميليون ډالره کموالی لري.
سرچینه وایي، غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.




