کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره مياشت هېواد ته نږدې ۲۵۰۰ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی

احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې جدي مياشت کې ۲ زره ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی. دغې ادارې په يوه خبر پاڼه کې ویلي، ياد کسان د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.د ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۴۳ ښځو په ګډون ۱۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځو په‌ ګډون ۱۱۳۸ نور بیا له هې…

2025-01-25 05:30 93۱ دقیقې لوستل
تېره مياشت هېواد ته نږدې ۲۵۰۰ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی

احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې جدي مياشت کې ۲ زره ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی.

دغې ادارې په يوه خبر پاڼه کې ویلي، ياد کسان د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.
د ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۴۳ ښځو په ګډون ۱۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځو په‌ ګډون ۱۱۳۸ نور بیا له هېواد څخه وتلي دي.
سرچینې ويلي، له ياد شمېر کسانو یې ۱۲۹۶ د ځمکنيو بندرونو او شل تنه نور بیا د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي.
وړاندې‌ ليکل شوي، ۱۹۹ تنه د تاريخي سیمو د ليدنو په موخه او پاتې نور بیا د کار کولو په موخه راغلي دي.
د يادونې ده چې دغه کسان د هرات هوايي ډګر او بندر، فارياب اقينې بندر، نيمروز بندر او تورخم بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب