کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸زره ۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د تېر ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حوت مياشتې له پيله تر پايه ۳۵۸ زره ۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.   د نوموړی د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴زره ۸۵۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۴زره ۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲زره۴۸۳ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶۰زره۲۳ ټنه، چې مجم…

2025-03-23 22:30 110۱ دقیقې لوستل
تېره مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸زره ۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د تېر ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حوت مياشتې له پيله تر پايه ۳۵۸ زره ۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

 

د نوموړی د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴زره ۸۵۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۴زره ۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲زره۴۸۳ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶۰زره۲۳ ټنه، چې مجموعاً ۳۵۸زره۸۵ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 

حق شناس ویلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په حوت مياشت کې ۱۹زره ۸۸۰ ټنه صادرات او ترانزیت شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو او د انارو جوس دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب