د ټولګټو وزارت د خپاره کړې ارقامو له مخې د روان کال د لړم میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۶ زره ۲۳۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰ زره ۷۸۸ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره ۷۸۰ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ ۲۲۹ ټنه چې ټولټال ۴۵۰ زره ۷۴ ټنه نفتي او نور توکي دي چې هېواد ته وارد شوي او دغه راز ۱۹۵۷ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي له هېواده صادر شوي دي.
سرچینه وایي، هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۰ زره ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو وزارت د خپاره کړې ارقامو له مخې د روان کال د لړم میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۶ زره ۲۳۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰ زره ۷۸۸ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې…

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.



