کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت د سه باندې ۱۶۲ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر اېکس پاڼه ليکلي، د ۱۴۰۳ لمريز کال تېره جدي مياشت کې د هېواد په کچه د صادارتو ارزښت ۱۶۲.۲ ميليونه ډالر ښودل شوی دی. د يادې ادارې د خبر پاڼې له مخې، په همدې‌ موده کې بیا د وارداتو کچه يو ميليارد او سه باندې ۹۷ ميليونه ډالر ښودل شوې ده. وړاندې ليکل شوي، د صادراتو اندازه د همدې کال په ق…

2025-02-15 02:29 73۱ دقیقې لوستل
تېره میاشت د سه باندې ۱۶۲ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر اېکس پاڼه ليکلي، د ۱۴۰۳ لمريز کال تېره جدي مياشت کې د هېواد په کچه د صادارتو ارزښت ۱۶۲.۲ ميليونه ډالر ښودل شوی دی.

د يادې ادارې د خبر پاڼې له مخې، په همدې‌ موده کې بیا د وارداتو کچه يو ميليارد او سه باندې ۹۷ ميليونه ډالر ښودل شوې ده.

وړاندې ليکل شوي، د صادراتو اندازه د همدې کال په قوس مياشت کې ۱۹۰.۲ ميليونه ډالرو ته رسېده چې ددې مياشتې صادرات يې په پرتله ۲۸ ميليونه کم دي.

ورته مهال بیا په وارداتو کې ۵۵.۷ ميليونه ډالر زياتوالی راغلی دی‌.
سرچینې ليکلي، ترټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، په همدې موده کې تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، ايران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب