کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو درېیو میاشتو کې د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي

احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې روان ۱۴۰۳ کال کې ۶۶۹,۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د درې میلیارده او ۲۵۴,۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.   خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د صادراتو ارزښت ۶۳۴,۸ میلیونه ډالره و چې د روان کال په پرتله په دغه صادراتو کې ۳۴,۹ میلیونه ډالره ډېروالی راغل…

2025-01-15 01:53 297۲ دقیقې لوستل
تېرو درېیو میاشتو کې د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي

احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې روان ۱۴۰۳ کال کې ۶۶۹,۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د درې میلیارده او ۲۵۴,۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د صادراتو ارزښت ۶۳۴,۸ میلیونه ډالره و چې د روان کال په پرتله په دغه صادراتو کې ۳۴,۹ میلیونه ډالره ډېروالی راغلی دی.

 

خبرپاڼه زیاتوي روان کال د صادارتي توکو په ډله کې وچه او تازه میوه ۳۲۱,۹ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو ډېره ونډه لري همداراز د ۷۹,۳ میلیونه ډالرو په ارزښت شنه سبزې، ۶۷,۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۳۵,۲ میلیونه ډالرو په ارزښت معدني توکو دویم، دریم او څلور مقام خپل خپل کړی دی.

 

یادې ادارې همداراز لیکلي چې د روان کال په یاده موده کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي توکي او روغنیات د ۶۶۷,۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ډېره برخه لري او ورپسې ماشینونه، ترانسپورټي وسایط او پرزې د ۴۵۰,۱ میلیون ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو وړه د ۲۳۴,۱ میلیون ډالرو په ارزښت او همدارنګه منسوجات د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دویم، دریم او څلورم ځایونه خپل کړي دي.

 

له بله پلوه د روان کال په جریان کې وچه او تازه مېوه د ۴۸,۱ سلنې او شنه سبزې د ۱۱,۸ سلنې په لرلو سره د هېواد په صادراتو کې تر ټولو ډېره برخه لري.

 

د یادونې ده چې د تور غونډۍ، اسلام کلا ګمرکونو او د هرات ولایت مرکز د ۲۵ سلنې، د کندهار ښار ګمرک او د یاد ولایت د سپین بولدک ۱۵,۶ سلنې او د مزار شریف ګمرک په ۱۴,۲ سلنې سره د هېواد په وارداتي او صادراتي بهیر کې تر ټولو ډېره ونډه اخیستې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب