کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو درې میاشتو کې د ډبرو سکرو له لارې نږدې څلور میلیارده عواید راټول شوي

د بغلان ولایت د شمالي ډبرو سکرو د شرکت ریئس عبدالله حامد ویلي چې په تېرو درې میاشتو کې د دولت خزانې ته د ډبرو سکرو له لارې ۳,۹ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شوي دي. د دغه شرکت ریئس چې په بغلان ولایت کې فعالیت کوي ویلي چې، د تېرو درې میاشتو په اوږدو کې د ډبرو سکرو د پلور او انتقال له لارې درې میلیارده، ۹۷۵ میلیونه او ۶۶۰…

2025-06-25 20:06 278۱ دقیقې لوستل
تېرو درې میاشتو کې د ډبرو سکرو له لارې نږدې څلور میلیارده عواید راټول شوي

د بغلان ولایت د شمالي ډبرو سکرو د شرکت ریئس عبدالله حامد ویلي چې په تېرو درې میاشتو کې د دولت خزانې ته د ډبرو سکرو له لارې ۳,۹ میلیارده افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د دغه شرکت ریئس چې په بغلان ولایت کې فعالیت کوي ویلي چې، د تېرو درې میاشتو په اوږدو کې د ډبرو سکرو د پلور او انتقال له لارې درې میلیارده، ۹۷۵ میلیونه او ۶۶۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د حامد پر وینا راټول شوي عواید یې د دولت خزانې ته سپارلي ترڅو د هېواد د ملي منابعو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

هغه ویلي د شمالي امارتي ډبرو سکرو د پراخو خدماتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ زره هېوادوالو ته د کار کولو زمینه شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب