کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو دوو مياشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې سه باندې ۶۰۰ زره مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي

د ټولګټو چارو ويلي، د روان لمريز کال په تېرو دوو مياشتو (ثور،جوزا) کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۶۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي.   د دغه وزارت په خبره، د دغه انتقالاتو له جملې ۴۸۱ زره ۵۳۶ ټنه د حيرتانو بندر له لارې، ۶۸ زره ۶۷۶ ټنه د اقينې بندر له لارې، ۶۸ زره ۴۶۲ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۴۸۴ ټنه د خواف _ هرا…

2024-06-25 21:16 118۱ دقیقې لوستل
تېرو دوو مياشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې سه باندې ۶۰۰ زره مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي

د ټولګټو چارو ويلي، د روان لمريز کال په تېرو دوو مياشتو (ثور،جوزا) کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۶۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

د دغه وزارت په خبره، د دغه انتقالاتو له جملې ۴۸۱ زره ۵۳۶ ټنه د حيرتانو بندر له لارې، ۶۸ زره ۶۷۶ ټنه د اقينې بندر له لارې، ۶۸ زره ۴۶۲ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۴۸۴ ټنه د خواف _ هرات بندر له لارې ترسره شوي دي.

 

د سرچينې په خبره، په دغه انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي صادر او وارد شوي دي.

 

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه انتقالاتو يوه برخه صادرات دي چې پکې ۳۳ زره ۱۶۱ ټنه توکي شامل دي او ډيره برخه يې وچې مېوې، معدني توکي او د مېوو جوس دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب